کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوم الارض په لاریون کې په لسګونو فلسطینیان ژوبل شول

افغان غږ آژانس(آوا) , 12 حمل 1391 ساعت 10:37

د ځمکې ورځ د فلسطینیانو لپاره یوه سمبولیکه ورځ ده چې په نولس سوه اوه شپیتم کال کې د صهیونسټ رژیم له خوا د فلسطینانو د ځمکې د نیواک په اعتراض کې پیل شوې او هر کال په دې ورځ ټول فلسطینیان لاریونونه کوي.


په غزې تړانګه کې د زرګونو فلسطینیانو په لاریون کې چې د ځمکې د ورځې یا یوم الارض په مناسبت ترسره شو صهیونسټي پوځیانو لس فلسطیینان ژوبل کړل.
د فلسطین خبري اژانس د راپور له مخې د فلسطین د منتخب دولت د روغتیا په وزارت کې د اضطراري مرستو د کمیټې ویندویی ادهم ابو سلمیه تیره ورځ وویل ، پینځه فلسطینیان د غزې د شمال د بیت لاهیا سیمې په بیت حانون لاره کې د نیواکګرانو په ډزو ژوبل شول او پینځه نور د خان یونس پّ سیمه کې ژوبل شوې دي.

د یو بل راپور له مخې د فلسطین د پارلیمان غړی هم د ځمکې د ورځې په مناسبت په لاریون کې د صهیونسټي پوځیانو په لاس ژوبل شو.

د پریس ټي وي د راپور له مخې د فلسطین د ملي نوښت عمومي منشي مصطفی برغوثی نن په بیت المقدس ښار کې د ځمکې د ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې د صهیونسټي پوځیانو په ډزو ولګیده او ژوبل شو.
د ځمکې ورځ د فلسطینیانو لپاره یوه سمبولیکه ورځ ده چې په نولس سوه اوه شپیتم کال کې د صهیونسټ رژیم له خوا د فلسطینانو د ځمکې د نیواک په اعتراض کې پیل شوې او هر کال په دې ورځ ټول فلسطینیان لاریونونه کوي.
د صهیونست ر ژیم پوځیانو نن په دې ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو کې یو شمیر فلسطینیان ونیول او یو شمیر یې ژوبل کړل.


د مطلب کود: 38856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38856/د-یوم-الارض-په-لاریون-کې-لسګونو-فلسطینیان-ژوبل-شول

آوا
  https://www.avapress.com