کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن سهار په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې

افغان غږ آژانس(آوا) , 14 حمل 1391 ساعت 17:17

په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه چاودنې د ریموټ کنټرول په وسیله وشوې چې څلور پولیس په کې ټپيان شول.


د بغلان سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سهار په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل ازادۍ راډیو ته دا پیښه تایید کړه، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات ورنه کړل.

په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه چاودنې د ریموټ کنټرول په وسیله وشوې چې څلور پولیس په کې ټپيان شول.

د مرکزي بغلان د روغتون مشر ډاکتر عبدالقادرقالد ازادۍ راډیو ته وویل، چې له پیښو څخه ورته ۲۳ ټپيان ور وړل شوي دي.

د ښاغلي قالد په خبره په ټپيانو کې د ښوونځي ۱۲ زده کوونکی هم شامل دي.

تراوسه چا ددې چاودنو مسولیت نه دی منلی.


د مطلب کود: 38975

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38975/نن-سهار-په-مرکزي-بغلان-ولسوالۍ-کې-دوه-پرله-پسې-چاودنې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com