کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان:یوولس محلي پولیس له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 14 حمل 1391 ساعت 17:19

تیره ورځ په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یوولس محلي پولیس لومړی نادرکه او وروسته معلومه شوه چې له وسله والو طالبانو سره یوځآی شوي دي.



د ارزګان چارواکو دا ومنله، چې یوولس محلي پولیس له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي.

د ارزګان جنایي مدیر ګلاب خان ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره ورځ په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یوولس محلي پولیس لومړی نادرکه او وروسته معلومه شوه چې له وسله والو طالبانو سره یوځآی شوي دي.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي هم ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ارزګان ولایت کې تیره ورځ یوولس محلي پولیس له خپلو وسلو سره د دوي ملګري شول.


د مطلب کود: 38976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38976/ارزګان-یوولس-محلي-پولیس-له-وسله-والو-طالبانو-سره-یوځای-شوي

آوا
  https://www.avapress.com