دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 39094
د افغانستان اقتصادي مجلس د کابل بانک د پورونو پر مسلې یي بحث وکړ
اقتصادې مجلس دغه راز پریکړه وکړه، هغو کسانو چې په غیر قانونې ډول یي له کابل بانک څخه پورونه تر لاسه کړې، د دوو میاشتو په دننه کې باید خپل ټول پورونه تحویل کړې.
د افغانستان اقتصادي مجلس د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د سې شنبې په ورځ غونډه وکړه او د کابل بانک د پورونو پر مسلې یی بحث وکړ.

په دې غونډې کې چې له غرمې مخکې، په ارګ کې جوړه شوې وه، د جمهور رئیس مرستیالانو، د اقتصاد او ترانسپورت وزیرانو، د افغانستان بانک رئیس، د ولسمشر ستر مشاور، د ملي امنیت رئیس، د ادارې فساد پر ضد مبارزې د ستراتیژۍ د تطبیق د عالې ادارې رئیس، د مالیې وزارت معیین او د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس په کې ګډون کړی و.

د غونډې برخه والو د کابل بانک د پورونو د حصول په څرنګوالې او په اړوندو مسلو بحثونه وکړل اوپریکړه وشوه چې لوې څارنوالي او د خاص دیوان مسولین باید ډېر ژر د هغو کسانو په اړه تحقیقات وکړي او محکمو ته یي وړاندې کړي چې په غیر قانونې ډول یي له کابل بانک څخه پورونه اخیستې او په دغه بانک کې يي بحران رامنځ ته کړي دي.

اقتصادې مجلس دغه راز پریکړه وکړه، هغو کسانو چې په غیر قانونې ډول یي له کابل بانک څخه پورونه تر لاسه کړې، د دوو میاشتو په دننه کې باید خپل ټول پورونه تحویل کړې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0xq1.2bqoo8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته