کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دولت ۶ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او ۷ تنه یی د ملي پولیسو له لوري ژوندې نیول شوي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 16 حمل 1391 ساعت 11:49

د ملي پولیسو، ملی پوځ، ملی امنیت او ایتلافی ځواکونو د منسوبینو په ۹ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کاپیسا، کندز، کندهار، هلمند، میدان وردک، غزنی، خوست او غور ولایتونو په اړوندو سیمو کی ترسره شول.


په تیرو ۲۴ ساعتونو کی د ملي پولیسو، ملی پوځ، ملی امنیت او ایتلافی ځواکونو د منسوبینو په ۹ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کاپیسا، کندز، کندهار، هلمند، میدان وردک، غزنی، خوست او غور ولایتونو په اړوندو سیمو کی ترسره شول، په پایله کی ۶ تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول او ۷ تنه نور یی د ملی پولیسو لخوا ژوندې نیول شوې دي

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپک اودرانه جنګی وسایل ، او مهمات چې ۱۱ میله کلاشینکوفونه ، ۱ میل راکټ اچونکی ، ۳ میله پیکا ، ۱۵ میله تفنګچی، ۱۵ میله بیلا بیل ډول وسلی، ۶ پایی مخابری، ۱۱۳ ډزه د درنو وسلو مرمی، ۲۹۰ ډزه د سپکو وسلو مرمۍ، ۱۴ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، دوه لاسی بمونه، ۵۲۶ کیلوګرامه نشه یی توکی، ۴۸۰ کیلوګرامه چاودیدونکی توکی او ۱۵ عدده شاجورونه شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلې دي.


د مطلب کود: 39097

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39097/د-دولت-۶-تنه-وسلوال-مخالفین-ووژل-شول-او-۷-یی-ملي-پولیسو-له-لوري-ژوندې-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com