کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند:وسله والو د یوې امنیتې پوستې شپږ تنه لومړی مسموم کړي او بیا یي وژلي

افغان غږ آژانس(آوا) , 16 حمل 1391 ساعت 11:56

د هلمند ولایت د پولیسو د امنیې قوماندان احمد نبې الهام وایي، دري تنه پولیس لادرکه دې او ګمان کیږي چې وژل شوې دې


فغان چارواکې وایي، وسله والو په هلمند ولایت کې د پولیسو په یوې امنیتې پوستې کې شپږ کسان لومړی مسموم کړې او بیا یي په ډزو وژلې دې.

په وژل شویو کې څلور پولیس او دوه ملکیان دي.

چارواکې وایي، دا پیښه د دوشنبې په شپې په نهر سراج ولسوالۍ کې شویده.

د هلمند ولایت د پولیسو د امنیې قوماندان احمد نبې الهام وایي، دري تنه پولیس لادرکه دې او ګمان کیږي چې وژل شوې دې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف د پیښې مسولیت په غاړه اخیستی خو وایي طالبانو دي کسانو ته زهر ندي ورکړې.


د مطلب کود: 39101

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39101/هلمند-وسله-والو-د-یوې-امنیتې-پوستې-شپږ-تنه-لومړی-مسموم-کړي-او-بیا-یي-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com