کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې چاودنې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

افغان غږ آژانس(آوا) , 16 حمل 1391 ساعت 15:04

په دغه پېښه کې ۵ بهرني پوځیان، یو افغان ژباړونکی، څلور پولیس او پینځه ملکیان وژل شوي دي او ۲۶ نور ټپیان شوي هم دي.


 د افغانستان د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې نن سهار د ځان وژونکي برید په پایله کې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي وايي، چې دغه برید نن سهار (لس نیمې بجې) د دغه ولایت د ودانۍ په دوه سوه کیلو مېترۍ کې، په دهقان جاده سیمه کې شوی دی.
د افغانستان په شمال کې د ۳۰۳ پامیر زون د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي رسنیو ته وویل، چې تر اوسه د پېښې له سیمې ۲۶ ټپیان او ۵ مړي روغتون ته وروړل شوي دي.

د فاریاب د پولیسو مشر وايي، چې په دغه پېښه کې ۵ بهرني پوځیان، یو افغان ژباړونکی، څلور پولیس او پینځه ملکیان وژل شوي دي او ۲۶ نور ټپیان شوي هم دي.
د نوموړي په وینا، چې ځانوژونکی بریدګر په موټرسایکل سپور ؤ.
دفاریاب د پولیسو قوماندان زیاتوي چې ښايي د مړو او ټپیانو شمېره تر دې هم لوړه شي.
په کابل کې دناټو مطبوعاتي دفتر هم ددغې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې ده چې په دغه برید کې دوه بهرني پوځیان وژل شوي دي.

سرچینه: پښتو رادیو


د مطلب کود: 39117

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39117/د-فاریاب-ولایت-په-مرکز-میمنه-کې-چاودنې-۴۰-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com