دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 39322
ایساف ځواکونو په شمال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشر نیولی دی
د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د دغه مشر د نیولو لپاره د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات شوي.
ایساف ځواکونه وایي، چې نن یې د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشر نیولی دی او څو نور وسله وال یې وژلي دي.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د دغه مشر د نیولو لپاره د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات شوي.

په خبر کې که څه هم د نیول شوي کس هویت نه دی څرګند شوی، خو ویل شوي، چې ده د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد حملې تنظیمولې.

دغو ځواکونو ویلي، چې په کندهار کې یې هم د وسله والو د یو مشر د نیولو لپاره عملیات کړي، چې په کې څو وسله وال نیول شوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxw9w.ak9yx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته