دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 39330
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له عربي متحده اماراتو څخه کابل ته راوسېده
دوی به د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره، چې په سریلنکا کې جوړیږي، د اقلیم او نورو مسایلو په پام کې ساتلو سره تیاری ونیسي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله شل اوریزو نړیوالو لوبو ته له لار موندلو وروسته غواړي، چې دغو نړیوالو سیالیو ته ښه تیاری ونیسي.

د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ انټرکانټیننټل او شل اوریزو نړیوالو لوبو ته د لار موندلو په سیالیو کې له ګډون وروسته د شنبې په ورځ کابل ته را ورسېده.

د کرکټ د ملي لوبډلي کپټان نوروز منګل له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی به د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره، چې په سریلنکا کې جوړیږي، د اقلیم او نورو مسایلو په پام کې ساتلو سره تیاری ونیسي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmdm.w6d1maz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته