دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود : 39424
د ملي امنیت شورا غونډې، د افغانستان په خاوره کې د ځانګړو عملیاتو د بشپړه افغاني کولو په اړه تفاهم لیک، تصویب کړ
د دغه تفاهم لیک له مخې، ځانګړي عملیات د افغان ځواکونو له لوري د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتي ځواکونو په ملاتړ د افغانستان له قوانینو سره سم ترسره کیږي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان په خاوره کې
د شپنیو عملیاتو په شمول د ځانګړو عملیاتو د بشپړه افغاني کولو په اړه تفاهم
لیک، وڅیړلو.

په دغه غونډه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه او په هغې کې د جمهوري ریاست
مرستیالانو او د امنیتي بنسټونو چارواکو ګډون کړی و، د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د ځانګړو عملیاتو د بشپړه
افغاني کولو په اړه تفاهم لیک وڅیړل شو او تصویب شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې، ځانګړي عملیات د افغان ځواکونو له لوري د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتي ځواکونو په ملاتړ د افغانستان له قوانینو سره سم ترسره کیږي.

د ملي امنیت شورا غونډې همدا راز د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو
همکاریو د سند په اړه د شویو پرمختګونو څرنګوالی هم تر بحث لاندې ونیولو.

ورپسې د بدخشان ولایت د امنیتي حالت په باب خبرې اترې او د نظرونو تبادله
وشوه،دکورنیو چارو او د ملي دفاع وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې په نیږدې همغږۍ کې دې د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت
په برخه کې له یو بل سره کار وکړي او پرې نه ږدي چې د افغانستان د خلکو دښمنان
په دغه ولایت کې په ګډ وډیو لاس پورې کړي.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxxet.uqeh8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته