دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 39503
ایساف:د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشر مو د فاریاب په المار کې وژلی
وژل شوی کس عثماني نومیده او د افغان او نړیوالو ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.
په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشر یې د روانې اونۍ په پیل کې د فاریاب په المار ولسوالۍ کې وژلی دی.

د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوی کس عثماني نومیده او د افغان او نړیوالو ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

خبرپاڼه وایي عثماني دامهال د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د پخواني وژل شوي مشر مخدوم نصرت پرځای فعالیت کاوه.

د شنبې په ورځ ایساف ځواکونو د عثماني د نیولو خبر ورکړی وو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxmnx.23nwvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته