دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 39509
۷ تنه وسلوال طالبان دملی پولیسو په تصفیوی عملیاتوکی په بیلا بیلو ولایتونوکی ووژل شول
د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کندز ، فاریاب،هلمند، زابل، میدان وردک ،لوګر اوپکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول
۷ تن وسلوال طالبان دملی پولیسو په تصفیوی عملیاتوکی په بیلا بیلو ولایتونوکی ووژل شول
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کندز ، فاریاب،هلمند، زابل، میدان وردک ،لوګر اوپکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، ۷ تنه وسلوال طالبان ووژل شول او ۱۱ تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوي دي.

په یادو عملیاتو کې ۹۰ کیلوګرامه مخدره توکې ، وسلې ، مهمات او ۱۳ کړی ماینونه دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.
همدا رازد پکتیا ولایت ملي پولیسو تېره ورځ یوه کړی د وسایطو ضد ماین چې د وسلوالوطالبانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه دیاد ولایت د شواک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې نوي ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړه.

د جنایی جرمونو پروړاندی مبارزه
په همدی ډول تیره ورځ د کابل د۱۰۱آسمایی زون د ملي پولیسو منسوبینو ۸ تنه د سړي تښتونې او دموټرو دغلاکولو په تړاو د لومړې ،پنځمې اوشپږمې امنیتي حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم شیبه د ملی پولیسو د څیړنو لاندې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnk0s.yt0nz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته