کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات پر ګذرې ولسوالۍ په ځان وژونکې برید کې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنو ته ورسید

افغان غږ آژانس(آوا) , 22 حمل 1391 ساعت 17:37

د هرات امنیه قوماندان سید اقا ثاقب ته وویل، چې د برید کوونکو شمیر دوه تنه وو او یوه یې د ښځو جامې په تن کړې وې.


د هرات د دولتي روغتون چارواکي وایي، چې د ګذرې ولسوالۍ د ځان وژونکې حملې د تلفاتو شمېر یو لس تنو ته ورسید.

د دې روغتون مشر ډاکټر رقیب شیرزاد ته ویلي، چې په وژل شویو کې د یوی نجلۍ او میرمنې په ګډون یولس تنه وژل شوي او درویشت نور ټپیان دی.

د هرات امنیه قوماندان سید اقا ثاقب ته وویل، چې د برید کوونکو شمیر دوه تنه وو او یوه یې د ښځو جامې په تن کړې وې.

د کورنیو چارو وزارت هم دا حمله غندلي او ویلي یې دي، چې د برید کوونکي هدف د کذری ولسوالۍ ودانې وه.

د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې چاودنه کې درې پولیس وژل شوي.

نن سهار شاوخوا نهه بجې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې ځان وژونکې حمله شوه، خو تر اوسه د دې برید مسولیت چا نه دی اخیستی


د مطلب کود: 39589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39589/د-هرات-پر-ګذرې-ولسوالۍ-په-ځان-وژونکې-برید-کې-وژل-شویو-شمېر-۱۱-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com