دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 39730
د 119 شمیره، د پولیسو فعالیتونه زیات شوي
۱۱۹ هغه شمیره ده چې په نړۍ کې له فیس پرته هر څوک کولای شي ورته زنګ ووهي او پرې له پولیسو څخه د مرستي غوښتنه وکړي.
تاند- د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته په لوېدیځو هیوادونو کې ځيني مروج هغه سیستمونه هم افغانستان ته راغلل چي په ورځني ژوند کي د ټولنیز عدالت او جرایمو په کمولو کې ډیر اغیزناک دي.

۱۱۹ هغه شمیره ده چې په نړۍ کې له فیس پرته هر څوک کولای شي ورته زنګ ووهي او پرې له پولیسو څخه د مرستي غوښتنه وکړي.

اوس یوازي د افغانستان په پلازمینه کي دا شمیره فعاله ده .
د کورنیو چارو وزارت د ۱۱۹ شمیرې مدیر وايي چي دوی په تیرو پينځو کلونو کي د ۱۱۹ شمیرې له لارې د سلګونو چاودنو او نورو جرمي پیښو مخه نیولې ده.

د کورنیووچارو وزارت په تشکیل کې د دغه ديپارتمنت د ریس همایون عیني په وینا په تیرو یوازی پینځو کلونو کې یې ۹۶۰ هغه ناچاودي توکي او ماینونه د خلکو په همکارۍ له چاودنې دمخه نیولي چې د ترهګرو او جنایتکارو ډلو له لوري د پلازمېنې د امنیت د ګډوډولو لپاره ځای پر ځای شوي وو.

ښاغلی عیني وايی چې د ۱۱۹ ټلیفون شمیره څلرویشت ساعته فعاله ده او هر کابل میشتی کولای شي چی له ټلیفوني لګښت پرته په وړیا توګه ورته زنګ ووهي او له پولیسو سره حپلې ستونزې شریکې کړي اود خپل ښار د امنیت د خوندي کولو لپاره پولیسو ته لار ښوونې وکړي او یا هم ورته د شکمنو کړنو په اړه معلومات ورکړي.

خو ایا کابل ښاریان د ۱۱۹ شمیرې له فرهنګ سره آشنا دي؟
د کابل ښار یوه اوسیدونکي وویل چي دی هغه وخت د ۱۱۹ شمیرې په اغیزمنتوب پوه او باوري شو کله چی څه موده دمخه د دوی په سیمه کې یوه بهرني څرخکه را ولویده او ده د خپل یوه کلیوال په همکارۍ پولیسو ته پر وخت ټلیفون وکړ او د دې پېښې په اړه یې معلومات ورکړل.
نوموړی وایي چې پولیس ډیر پر وخت سیمې ته ورسیدل او هغه ژوبل کسان یې له سیمې را ټول او روغتونونو ته ولیږدول چې په پيښه کې زیانمن شوي وو.

خو که له یوه لوري د ۱۱۹ شمیرې د اغیزمنتوب او د پولیسو د چټک غبرګون په باب ځیني خلک مثبت نظریات لري یو شمیر نور بیا وايي چي کله دوی په ۱۱۹ شمیرې له پولیسو څخه د مرستې غوښتنه کړې پولیس پر وخت نه دي رسیدلي.

خو د ۱۱۹ پولیسو د ډیپارټمنټ مشر بیا د خلکو دا شکایتونه بې ځایه بولي.

همایون عیني وایي چي دوی په یوه وخت کې د ۱۱۰۰ ټلیفونونو د اخیستلو یو سیتسم فعال کړی چي د سیمې د ځینو هیوادونو په کچه بې ساری دی او د دوی نوکریوالان ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کي دي.

اوس یوازي د افغانستان په پلازمینه کې دا سیستم فعال دی خو ۳۳ نور ولایتونو ته لا دا سیستم نه دی غځېدلی.

ښاغلی عیني وايی چي د کورنیو چارو وزارت پلان لري دغه سیستم ډیر ژر په مزار شریف، هرات او کندهار کې هم فعال کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyaet.uqehtz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته