دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 39762
امریکا: طالبانو سره خبرو ته چمتو يو
طالبانو په دې وروستیو کې د هوا په تودېدو سره د افغانستان په ګڼو برخو کې بریدونه ډېر کړي دي.
په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پایته رسېدا په هیله له وسله والو طالبانو سره د امریکا له لوري د خبرو چمتووالی اعلان کړی دی.

امریکايي چارواکو وړاندې هم له طالبانو او حقاني شبکې سره د سولې په تړاو رسمي خبرې تایید کړې، او د طالبانو او امریکا ترمنځ د پټو خبرو ګنګوسې په ډاګه شوې، خو طالبانو ددغو خبرو له تاییدولو وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جوړجاړي د ځنډولو اعلان وکړ.

طالبانو د خبرو د ځنډولو اصلي دلیل د امریکا له لوري د دوی په وینا له دوی سره د کړیو ژمنو نه ترسره کېدل ښودلي.

خو اوس په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر جیمز کنینګهام خبریالانو ته وویل چې تر اوسه یې په وینا له طالبانو سره امریکا د سولې په تړاو هېڅ خبرې نه دي کړې.

مرستیال سفیر په ټينګار سره وویل چې هېواد یې لاهم له طالبانو سره د سولې خبرو ته لېواله دی:

ملاتړ

"د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان د سولې په اړه له طالبانو سره خبرې نه دي کړې، موږ چې څه کول غواړو هغه دا دي چې افغانان د سولې په اړه خبرو ته وهڅوو. تر اوسه طالبانو ویلي چې له موږ سره خبرې نه کوي. موږ لاهم خبرو ته لېواله یو، او دوی پوهېږي که چېرې موږ خبرې بېرته له سره پیلول وغواړو، دوی کوم ډول چارو ترسره کولو ته اړتیا لري. پر همدې مهال موږ د سولې په تړاو د خبرو په برخه کې ستاسې د حکومت ملاتړي یو."

دا خبرې داسې مهال ډاګیزه کېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هوا په تودېدو سره د افغانستان په ګڼو برخو کې بریدونه ډېر کړي دي.

همدا تېره ورځ د لوېديځ هرات او سوېلي هلمند ولایت په جلا جلا ځانمرګو بریدونو کې د اتو پوځيانو په ګډون لږترلږه پنځلس کسان ووژل شول.

پر دې سربېره، افغانستان کې د ناټو سرتېرو مرګ ژوبله هم د پام وړ ډېره شوې ده، چې د ناټو په اډو کې ددوی پر سرتېرو بریدونه د ناټو چارواکي اندېښمن کړي دي.

افغان او امریکايي چارواکي په دې نظر دي چې د طالبانو ماتول یوازې له پوځي لارې ممکن نه دي، چې په وینا یې له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره باید ددوی مشرتابه خبرو ته رامات شي، خو د طالبانو له اصلي مشرانو سره د خبرو لپاره ډېرې لږ هلې ځلې کېږي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewf8x.jh8opi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته