دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 39802
ګراسمن؛ د سولې په ببهیر کې مو له افغانستان او پاکستانه څه شی نه دي پټ کړي
ګراسمن یادونه وکړه چې په ۲۰۱۱ کې د امریکا د متحدو ایالتونو په مرسته افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ترانزیت په برخه کې موافقې ته ورسېدل.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازی مارک ګراسمن وايي، امریکا د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په برخه کې خپلې هلې ځلې له پاکستان او افغانستان څخه پټې کړي نه دي.

په افغانستان کې د سولې د لرلید په نوم د واشنګټن په یوه غونډه کې ښاغلي ګراسمن وویل، د جنوبي او منځنۍ اسیا د یوځای کولو لپاره نوی اقتصادي بلاک، چې افغانستان او پاکستان به یې په مرکز کې وي، په سیمه کې د سولې په راسوتلو کې کلیدي رول لوبولی شي.

ده وویل:«ما ډېرې تېروتنې کړي، خو د پخلاینې په برخه کې مې د افغانستان او پاکستان حکومتونه پوره خبر کړي دي.»

ښاغلي ګراسمن زیاته کړه:« زه ویلی شم څوک (افغانستان او پاکستان) مو بې خبره نه دي ساتلي.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازي د پوښتنو او ځوابونو په لړ کې وویل چې پاکستان باید د افغانستان د ستونزې په حل کولو کې مرکزي رول ولوبوي.

ګراسمن یادونه وکړه چې په ۲۰۱۱ کې د امریکا د متحدو ایالتونو په مرسته افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ترانزیت په برخه کې موافقې ته ورسېدل.

د افغان سوداګرو په وینا پاکستان تراوسه پوري د ۲۰۱۱ کال ترانزیتي موافقه هیڅکله هم سل په سلو کې نه ده عملي کړې. کله یې د افغان سوداګرو د مالونو مخه نیولې او کله یې د موافقې خلاف مالیې پرې ایښي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8oet.uqehyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته