د يادې پېښې مسووليت تراوسه کومې دولت ضد وسله والې ډلې په غاړه نه دى اخستى.
ننګرهار: وسله والو د کوکنارو پرضد د کمپیاین په ځواکونو حمله کړې
افغان غږ آژانس(آوا) , 29 حمل 1391 ساعت 18:04
د يادې پېښې مسووليت تراوسه کومې دولت ضد وسله والې ډلې په غاړه نه دى اخستى.
نا معلومو وسله والو د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د کوکنارو پر خلاف د کمپاين پر ځواکونو حمله کړې، چې په کې دوه پولیس ټپیان شوي.
دغه نښته د خوګياڼيو په مېملې سيمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار امنيې قوماندان عبدالله ستانکزي نن ازادۍ راډیو ته وويل، چې بريد کوونکي تر نښتې وروسته په تېښته بريالي شوي دي.
د يادې پېښې مسووليت تراوسه کومې دولت ضد وسله والې ډلې په غاړه نه دى اخستى.
د مطلب کود: 40114