دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 40201
په افغانستان کښې د ایران نوی سفیر کابل ته ورسیده
هغه چې کابل ته له رسیدو وروسته سمدستې خپل کار پیل کړ ، خبریالانو ته یې وویل مهم کاري لومړیتوب یې د افغانستان او ایران د اړیکو پیاوړتیا او ژورتیا ده .
د ایرنا د راپور له مخې په افغانستان کښې د ایران داسلامي جمهوریت نوی سفیر ابوالفضل زوهره وند نن کابل ته ولاړه او د کابل په هوايي ډګر کښې د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت د چار واکو له هرکلي سره مخ شو .
ددغه راپور له مخې هغه چې کابل ته له رسیدو وروسته سمدستې خپل کار پیل کړ ، خبریالانو ته یې وویل مهم کاري لومړیتوب یې د افغانستان او ایران د اړیکو پیاوړتیا او ژورتیا ده .
له دې مخکې فداحسین مالکي په کابل کښې د ایران سفیر ؤ ، چې دماموریت موده یې پاي ته ورسیده .





سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezw8e.jh877i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته