دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 40229
په خپاره شویو انځورونو د ترسره شویو کړنو په هکله د امریکې د سفیر راین کراکر غندنه
داډول کړنې د اخلاقو له لحاظه کرغیړنې دي او د هغو سلګونو امریکايي سرتیرو او ملکیانو قربانۍ ته نه درناوی ده چې په خورا صداقت سره په افغانستان کې کار کړی
په کابل کې د امریکې د متحده ایالاتو سفارت هغه کړنې په کلکه غندي چې پدې وروستیو کې په انځوریز ډول خپاره شوي دي او په هغو کې داسې ښودل شوي دي چې امریکايي پوځیان د ۲۰۱۰ کال د ځانمرګو برید کوونکو مړو ته نه درناوی کوي. داډول کړنې د اخلاقو له لحاظه کرغیړنې دي او د هغو سلګونو امریکايي سرتیرو او ملکیانو قربانۍ ته نه درناوی ده چې په خورا صداقت سره په افغانستان کې کار کړی دی او همداراز دا ډول کړنۍ هیڅ کله د امریکې او زمونږ د پوځیانو د ارزښتونه نه په ډاګه کوي.



د امریکې پوځ د دغو کړنو چې په انځورونو کې ښودل شوي دي بشپړه څیړنه کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceow8e.jh87wi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته