دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۲۰
د مطلب کود : 40334
ناټو: چین او روسیه دې له افغان ځواکونو سره د ۲۰۱۴نه وروسته مرسته وکړي
له افغانستانه به د ناټو د سرتیرو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو لګښت شاوخوا څلور میلیارډه ډالر وي، امریکا غواړي چې یو اعشاریه درې میلیارډه ورکړي او د ناټو نور غړي هېوادونه باید د دې مصاروفو نوره برخه تیاره کړي.
د ناټو عمومي منشي له چین او روسیې وغوښتل، چې د افغانستان له ځواکونو سره تر دوه زره څوارلسم کال وروسته مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د ناټو محارب پوځیان د دوه زره څوارلسم کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

اندرس فوګ راسموسن پرون په بروکسل کې وویل، له افغانستانه به د ناټو د سرتیرو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو لګښت شاوخوا څلور میلیارډه ډالر وي، امریکا غواړي چې یو اعشاریه درې میلیارډه ورکړي او د ناټو نور غړي هېوادونه باید د دې مصاروفو نوره برخه تیاره کړي.

تر اوسه یوازې بریتانیا منلې ده، چې د کال به یوسل او لس میلیونه ډالر ورکوي.

راسموسن خبریالانو ته وویل، ناټو د روسیې، چین او نورو هېوادو د مرستو هرکلۍ کوي چې له افغان ځواکونو سره یې کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbafba.rhbgfp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته