دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 40356
د ملی پولیسو ځواکونو یواندازه درانه جنګې مهمات او مخدره توکې کشف اوضبط کړل
په یادو عملیاتوکې د ملی پولیسو ۶ کیلوګرامه نشه یی توکې او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرسو تخم کشف اوضبط کړی دي.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د دوو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې دکابل او بلخ ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره کړل ، په ترڅ کې ئی ۹ ډزه د درنو وسلو مرمې او یومیل وسله چې د طالب ترهګرو له لوری د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه ځاي پرځاي شوی وو کشف اولاسته راوړی دي .

په یادو عملیاتوکې د ملی پولیسو ۶ کیلوګرامه نشه یی توکې او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرسو تخم کشف اوضبط کړی دي.


همدا رازد تخار ولایت ملي پولیسو تېره ورځ ۶ کړی د پرسونل ضد ماینونه چې دطالب ترهګرو لخوا د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvmdj.w6dxtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته