دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 40361
په کاپیسا کې یو تړل شوی ښوونځی د قومي مشرانو په مرستې بیا پرانیستل شو
دا ښوونځی چې نږدې پنځه سوه زده کوونکي لري له یوه کال راهیسې د امنیتي ستونزو له امله تړلی و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د قومي مشرانو په همکارۍ یې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو ښوونځی بیا پرانست

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ښوونځی چې نږدې پنځه سوه زده کوونکي لري له یوه کال راهیسې د امنیتي ستونزو له امله تړلی و.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د دغه ښوونځي په پرانستلو کې قومي مشرانو همکاري کړې ده.

د رپوټونو له مخې دا مهال په ټول افغانستان په تېره بیا جنوبي ولایتونو کې د امنیتي ستونزو له امله په سلګونو ښوونځي تړلي د ي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fba.rhbg0p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته