دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 40362
وروستیو اورښتونو په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې زیانونه اړولي دي
په دې ولایتونو کې ارزګان، پکتیا، زابل، هرات، غور، بادغیس، کندهار او کابل شامل دي.
په افغانستان کې له پيښو سره د مبارزې اداره وایې چې د وروستیو اورښتونو له امله د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې سیلابونو سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي.

په دې ولایتونو کې ارزګان، پکتیا، زابل، هرات، غور، بادغیس، کندهار او کابل شامل دي.

د یادې ادارې مشر ډاکټر دایم کاکړ د دې زیانونو په اړه آزادۍ راډیو ته داسي معلومات ورکړل.

″دغو وروستیو سیلابونو شاوخوا پنځه سوه کورنۍ متضرره کړي او یو زردو دوه سوه جریبه ځمکه ویجاړه کړې ده.″

د ښاغلي کاکړ په وینا شل هغه ولایتونه چې پکښې تیر کال درنې واورې و اوریدلې د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.

دی وایې، دوی د نړیوالو موسسو په همکارۍ هڅه کوي چې اړو کسانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci1q0.2bqxe8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته