دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 40415
د ناټو استازی وايي، اضافه بست کېدونکو افغان ځواکونو ته به روزګار برابر کړو
د ده په وینا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې به د افغانستان امنیتي حالاتو ته په کتو د دغو ځواکونو شمېر تر ۲۰۱۷ کال پوري سوکه سوکه لږ شي.
په افغانستان کې د ناټو خاص استازي له ۲۰۱۵ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر د تدریجي کمېدا پرېکړه تایید کړه، ویې ویل، هغو افغان پولیسو او د ملي اردو غړيو ته به، چې اضافه بست کېږي، د روزګار نورې زمینې برابرې شي.

امریکا مخکې ویلي و چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به په تدریجي ډول د افغان امنیتي ځواکونو شمېر له درې لکه دوه پنځوس زرو څخه دوه لکه شل زرو ته راکم کړي.

د ناټو ملکي استازي سایمن ګاس وویل:«د افغانستان د امنیتي ځواکونو(ملي پولیس او ملي اردو) شمېر به د سږکال تر پایه ۳۵۲ زرو ته ورسېږي او کله چې د هغو د کمېدو پرېکړه وشي، دا شمېر به تدریجاً لږ شي.

د ده په وینا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې به د افغانستان امنیتي حالاتو ته په کتو د دغو ځواکونو شمېر تر ۲۰۱۷ کال پوري سوکه سوکه لږ شي.

سایمن ګاس همداراز وویل چې په دې اړه او دغه راز د نورو تدابیرو په باب به راتلونکې میاشت د ناټو د شیکاګو په سرمشریزه کې پرېکړه وشي.

ده وویل، له افغانستانه د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته به د ناټو او ایساف نوی ماموریت افغان ځواکونو ته د سلا مشورې او ترینینګ ورکړه وي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ د اندازې په اړه وویل:«نړیواله ټولنه به د دوه لکه دېرش زره افغان امنیتي ځواکونو د لګښتونو(معاش او نورو اړتیاوو) د پوره کولو لپاره د کال څلور ملیارده او سل ملیون ډالره مرسته کوي.

ځینو افغان امنیتي کارپوهانو او د امریکا د جمهوریتپال ګوند مخکښ سناتور جان مکین د افغان امنیتي ځواکونو د شمېر د کمولو په باب د ولسمشر بارک اوباما د حکومت پرېکړه غندلې ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsaba.rhbg8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته