تاند - د کانونو وزارت وايي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته به د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین د تېرېدو له درکه افغانستان د کال شاوخوا څلور سوه ملیون ډالره ګټه ترلاسه کړي.
د کانونو وزارت ویندوی جواد عمر نن وویل چې د حق العبور له درکه د افغانستان دقیق عواید به د ګازو نړیوالې بیې ته په کتو د پروژې د اجرا په مهال څرګند شي.
تېره اوونۍ افغانستان، هند او پاکستان د حق العبور په اړه له اوږدو بحثونو او چېنو وروسته د ګازو د ځانګړي واحد (million British Thermal Unit) پر سر په ۴۹ سینټو موافقه وکړه.
د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د ګډ پایپ لاین پر جوړولو اووه ملیارده او شپږ سوه ملیون ډالره لګښت راځي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې جوزا میاشت په عشق اباد کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان په څلور اړخیزه غونډه کې، چې د اسیايي پراختیايي بانک استازي به هم پکې ګډون ولري، د حق العبور او د ګازو د بیې د موافقې پر لاسلیکولو سربېره د (ټپي) پروژې ټول اسناد نهايي شي.
د کانونو د وزارت ویندوی وویل، د دې پروژې د تطبیق په صورت کې به په راتلونکو دېرشو کلونو کې د افغانستان دولت په ملیاردونو ډالره ګټه وکړي.
ټاکل شوې ده چې پاکستان له ترکمنستان څخه د ورځې یوملیون او درې لکه فوټ مکعب ګاز وارد کړي. هند هم غواړي چې د ورځې همدومره ګاز واخلي. خو افغانستان به له ترکمنستان څخه د ورځې پنځه لکه فوټ مکعب ګاز واخلي.
که د افغانستان او پاکستان امنیتي ستونزې خنډ نه شي ټاکل شوې ده چې د انرژۍ تږي پاکستان ته د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې د ترکمنستان ګاز ورسېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)