دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۳۶
د مطلب کود : 40667
د پاکستان ستره محکمه د ګیلاني له خوا محکمې ته د سپکاوي په اړه خپل حکم اعلانوي
د پاکستان د صدراعظم مدافع وکیل اعتزاز احسن وویل سترې محکمې د حکم د اورولو لپاره له ګیلاني غوښتي چې پنجشنبه په محکمه کې حاظر اوسي.
د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني وکیل وايي، تمه ده چې ستره محکمه به راتلونکې پنجشنبه محکمې ته د سپکاوي په قضیه کې د نوموړي په اړه خپل حکم واوروي.

ګیلاني په تیره فبرورۍ میاشت کې د سترې محکمې لخوا تورن شو چې پر ولسمشر زراداري باندې د مالي فساد د قضیو په ارتباط يې د محکمې دا حکم چې په دې اړه دې د سویس له مقاماتو سره تماس ونیسي، نه دی پر ځای کړی.

خو یوسف رضا ګیلاني له خپلې دې پریکړې چې ولې يې د سویس مقاماتو ته په دې اړه لیک نه دی استولی دفاع کوي او وايي چې تر کومې اصف علي زرداري د ولسمشرۍ په مقام کې دی له قانوني تعقیب څخه مصون دی.

د پاکستان د صدراعظم مدافع وکیل اعتزاز احسن وویل سترې محکمې د حکم د اورولو لپاره له ګیلاني غوښتي چې پنجشنبه په محکمه کې حاظر اوسي.

نوموړي ویلي که پریوسف رضا ګیلاني باندې محکمې ته د سپکاوي تور ثابت شي نو په ۶ میاشتني بند محکومیداۍ شي او همدا راز کیداۍ شي د صدراعظمۍ څوکۍ له لاسه ورکړي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0iny.49nwi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته