دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 40769
دننګرهار او کونړ ولايتونو ترمنځ دلويې لارې په اوږدو کې دافغان بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې نهه وسله وال مخالفين ووژل شول
دعملياتو پرمهال ګډو ځواکونو يو دوه اتيا ملي متري توپ، يو پيکا او درې کلاشنکوفونو هم دوسله والو مخالفينو څخه ترلاسه کړي دي.
دغه ګډ عمليات دملي اردو ددوهمې پلې لېوا حمايوي کنډک او بهرنيو ځواکونو له لورې وروسته له هغه ترسره شول ، چې وسله والو مخالفينو د جلال اباد- اسمار دلويې لارې په اوږدو کې دافغان او بهرنيو ځواکونو په يو ګډکاروان وسله وال بريد وکړ.
له بريد وروسته ګډو ځواکونو پروسله والو مخالفينو ځوابي عمليات وکړل ، چې په ترڅ کې يې نهه وسله وال مخالفين ووژل شول او خالد دنعيم زوى په نوم يو وسله وال مخالف ګډو ځواکونو ژوندى نيولى .
دعملياتو پرمهال ګډو ځواکونو يو دوه اتيا ملي متري توپ، يو پيکا او درې کلاشنکوفونو هم دوسله والو مخالفينو څخه ترلاسه کړي دي.
درارسيدلو راپورونو له مخې پدې عملياتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn50o.yt0z96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته