دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 40770
ترکمنستان له هند او پاکستان سره د ګازو پر بیې خبرې کوي
تېره اوونۍ افغانستان، پاکستان او هندوستان د ترکمنستان د ګازو د حق العبور یا ترازیتي محصول پر سر موافقې ته ورسېدل.
تاند- ترکمنستان نن هیله څرګنده کړه چې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ټپي د پروژې له لارې د ګازو پر بیې به له دې دوو هیوادونو سره موافقې ته ورسېږي.

تېره اوونۍ افغانستان، پاکستان او هندوستان د ترکمنستان د ګازو د حق العبور یا ترازیتي محصول پر سر موافقې ته ورسېدل.

خو اوس د دې پروژې تر پیل کېدو مخکې یو بل اصلي پړاو د ترکمنستان د ګازو بیه ده چې باید د درو هیوادونو (ترکمنستان، پاکستان او هندوستان) د انرژۍ د چارواکو ترمنځ حل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ترکمنستان د حکومت یوې سرچینې نن وویل، تمه لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې د ټپي په پروژه کې د شاملو هیوادونو د غونډې کوربه وي.
د نړۍ د ټولو طبیعي ګازو په سلو کې څه باندې څلور د ترکمنستان په خاوره کې دي.

دغه ترکمن چارواکي، چې رویټرز خبري اژانس یې نوم نه دی اخیستی، وروسته له دې د ګازو د بیې پر سر د درو هیوادونو د متوقع خبرو یادونه وکړه چې د هند ګڼو ورځپاڼو نن د دغه هیواد د صدراعظم من موهن سینګ لیک خپور کړ.

په دغه لیک کې ښاغلي من موهن سینګ د ترکمنستان د ګازو په پروژه کې وروستي پرمختګونه ستایلي او ویلي یې دي چې د ۲۰۱۰ کال له دسمبره، چې لومړنۍ موافقه لاسلیک شوې، په دې برخه کې تر ټولو مهم ګام اخیستل شوی دی.
د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د پاکستان د تېلو وزیر اعلان وکړ چې بالاخره افغانستان او هندوستان د ترکمنستان د ګازو د حق العبور پرسر موافقه وکړه.
پاکستان مخکې ویلي و، په هره بیه چې افغانستان له هندوستان سره موافقه وکړه، هومره پیسې پاکستان هم له هنده د حق العبور لپاره غواړي.
ټاکل شوې ده چې هند د هر MMBTU (million British Thermal Unit) په وړاندې افغانستان ته ۵۴ سنټه ترانزیتي محصول یا حق العبور ورکړي.
د دې پروژې د تطبیق په صورت کې به پاکستان له ترکمنستان څخه د ورځې یوملیون او درې لکه فوټ مکعب ګاز وارد کړي. هند هم غواړي چې د ورځې همدومره ګاز واخلي. خو افغانستان به له ترکمنستان څخه د ورځې پنځه لکه فوټ مکعب ګاز واخلي.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxedj.w6dxeaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته