کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ملي امنیت په کابل او پروان کې درې تنه وسله وال نیولي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 9 ثور 1391 ساعت 18:50

جمعې په ورځ یې په کونړ کې د طالبانو یو قومندان زاهد مشهور په لقمان او د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال شیرولي له ۱۶ کسانو سره وژلي.


د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي، چې په کابل او پروان ولایتونو کې یی درې وسله وال مخالفین نیولي دي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په جلا جلا عملیاتو کې نیول شوي او دوی په پروان ولایت کې د ماینونو ښخولو او نورو ترهګریزو حملو په سمبالولو کې لاس درلود.

دې ادارې تردې مخکې په یوه خبر پاڼه کې ویلي وو، چې د جمعې په ورځ یې په کونړ کې د طالبانو یو قومندان زاهد مشهور په لقمان او د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال شیرولي له ۱۶ کسانو سره وژلي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.





د مطلب کود: 40868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40868/د-افغانستان-ملي-امنیت-په-کابل-او-پروان-کې-درې-تنه-وسله-وال-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com