کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار پوهنتون لسګونو استادانو د درس نه ورکولو اعتصاب کړی

افغان غږ آژانس(آوا) , 10 ثور 1391 ساعت 19:52

د ننګرهار سیمه ییزو مسوولانو لاتراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو مخکې یې ویلي وو، چې د دې پوهنتون استادانو ته د کور جوړولو لپاره هرو مرو یوه یوه نمره ورکوي.


د ننګرهار پوهنتون لسګونو تنو استادانو له دې امله نن د درس نه ورکولو اعتصاب کړی؛ چې د کور جوړولو لپاره ځمکې نه دي ورکړې شوي.

دوی وایي، څو ځلې سیمه يیزو چارواکو ورسره ژمنه کړې؛ چې هر یوه استاد ته به یوه نمره ځمکه ورکړي، خو دوی څرګندوني چې دا ژمنې له څو کلونو راهیسې نه دي عملي شوي.

د ننګرهار سیمه ییزو مسوولانو لاتراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو مخکې یې ویلي وو، چې د دې پوهنتون استادانو ته د کور جوړولو لپاره هرو مرو یوه یوه نمره ورکوي.

په عین حال کې د همدې ولایت د کامې ولسوالۍ لسګونو تنو اوسیدونکوهم دې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک د پاتې برخې د نه قیرکیدو له امله نن مظاهره وکړه.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 40884

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40884/د-ننګرهار-پوهنتون-لسګونو-استادانو-درس-نه-ورکولو-اعتصاب-کړی

آوا
  https://www.avapress.com