دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۳۰
د مطلب کود : 40916
بغلان: په مرکزي بغلان کې تیره ورځ یوه میرمن په مرموز ډول وژل شوې
د بغلان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې تیره ورځ یوه میرمن په مرموز ډول وژل شوې ده.

د مرکزی بغلان د امنیې قومندان محمد کمین ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه د دې میرمنې د وژلو انګیزه نه ده معلومه خو د پیښې د علت په اړه یې پلټنې روانې دي.

له دې وړاندې هم د هېواد په شمال او لویدیځو سیمو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-wnk.23nvzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته