د افغان حکومت دوو مخالفو سیاسي ډلو ملي ایتلاف او ملي جبهې ټینګار وکړ، چې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات باید په خپل ټاکلي وخت په شفاف او قانوني ډول ترسره شي.
د دغو ډلو ویاندویانو نن په کابل کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د دوي دریځ په کې څرګند شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، دوي دا مهال په یوې طرحې کار کوي چې راتلونکي انتخابات څه ډول ترسره شي.
د ملي ایتلاف او ملي جبهې له خوا دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې وویل ، په دې سلا مشورې روانې دي چې راتلونکي انتخابات یو کال رامخ ته کړي او که نه؟
راپورونه وایي چې ۲۰۱۴ کال به د افغانستان لپاره یوستونزمن کال وي او هغه دا چې د ولسمشرۍ انتخابات، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو بشپړل سپارل او د بهرنیو ځواکونو وتل په کې ترسره کیږی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)