دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 40960
د امریکا دفاع وزارت په راپور کې د افغانستان په جګړې کې د پرمختګ ستاینه شوې
د امریکا د دفاع وزارت په دې رپوټ کې چې پرون خپور شو دا هم ویل شوې دي، چې د افغان حکومت کمزوري او اداري فساد هم د امریکا د پرمختګونو په لاره کې خنډ جوړ کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت د تیرو شپږو میاشتو رپوټ خپور کړ، په دې رپوټ کې د افغانستان په جګړې کې د پرمختګ ستاینه شوې ده، خو ویل شوې دي چې طالبانو، القاعدې او نورو وسله والو په پاکستان کې پناهځایونه جوړ کړې دي چې ستر ګواښ یې پیدا کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت په دې رپوټ کې چې پرون خپور شو دا هم ویل شوې دي، چې د افغان حکومت کمزوري او اداري فساد هم د امریکا د پرمختګونو په لاره کې خنډ جوړ کړی دی.

ټاکل شوې ده، چې د روان میلادي کال تر پایه په لسګونو زره امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي او په دې هېواد کې اته شپیته زره امریکایي پوځیان پاتې شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzy9t.ak9z34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته