دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 40970
افغان او ایرانیو چارواکو له چابهار ازاد بندره د ګټې اخیستنې تفاهم لیک لاسلیک کړ
دغه تفاهم لیک نن د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر انوارالحق احدي او د ایران د چابهار سمندري بندر د مسئول شهباز یزداني ترمنځ چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، لاسلیک شو.
افغان او ایرانیو چارواکو د ایران له چابهار ازاد بندر څخه د افغانستان د ګټې اخیستنې تفاهم لیک لاسلیک کړ.

دغه تفاهم لیک نن د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر انوارالحق احدي او د ایران د چابهار سمندري بندر د مسئول شهباز یزداني ترمنځ چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، لاسلیک شو، ښاغلي احدي وویل:

"د دې تفاهم لیک له مخې زموږ متشبثین کولای شي چې خپل سوداګریز او ترانزیتي فعالیتونه پیل کړي، موږ هغو ته چې جدي پانګوه وال دي، د معرفۍ پاڼې ورکوو تر څو وکولای شي هلته خپل تاسیسات جوړ کړي."

افغان چارواکي او سوداګر د چابهار بندر ته د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د یوې نوې بین المللي ترانزیتي لارې په توګه ګوري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvwnk.23nvqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته