کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ملي امنیت په کابل کې د یوې سترې ځان وژونکي برید مخه ونیول شوه

افغان غږ آژانس(آوا) , 14 ثور 1391 ساعت 15:28

یو پاکستاني تبع غوښتل، چې د یوه بار وړونکي موټر په وسیله، چې په سلګونو کیلوګرامه چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای کړي وو، د کابل جلال اباد په سړک ځان وژونکې حمله وکړي.


د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي، چې نن یي په کابل کې د یوې سترې ځان وژونکې حملې، چې د یو بار وړونکي موټر په وسیله ترسره کیدله مخه نیولې ده.

د ملي امنیت د رسنیو د دفتر یو مسؤل ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو پاکستاني تبع غوښتل، چې د یوه بار وړونکي موټر په وسیله، چې په سلګونو کیلوګرامه چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای کړي وو، د کابل جلال اباد په سړک ځان وژونکې حمله وکړي.

د ده په وینا دغه پاکستانې وګړې او په چاودیدونکو توکو بار موټر د ملي امنیت له خوا مخکې له دې، چې خپل هدف ته ورسیږي، نیول شوي او چاودیدونکي مواد شنډ کړای شوي دي.


د مطلب کود: 41010

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41010/د-افغانستان-ملي-امنیت-په-کابل-کې-یوې-سترې-ځان-وژونکي-برید-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com