دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 41010
د افغانستان ملي امنیت په کابل کې د یوې سترې ځان وژونکي برید مخه ونیول شوه
یو پاکستاني تبع غوښتل، چې د یوه بار وړونکي موټر په وسیله، چې په سلګونو کیلوګرامه چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای کړي وو، د کابل جلال اباد په سړک ځان وژونکې حمله وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي، چې نن یي په کابل کې د یوې سترې ځان وژونکې حملې، چې د یو بار وړونکي موټر په وسیله ترسره کیدله مخه نیولې ده.

د ملي امنیت د رسنیو د دفتر یو مسؤل ازادۍ راډیو ته وویل، چې یو پاکستاني تبع غوښتل، چې د یوه بار وړونکي موټر په وسیله، چې په سلګونو کیلوګرامه چاودیدونکي مواد په کې ځای پر ځای کړي وو، د کابل جلال اباد په سړک ځان وژونکې حمله وکړي.

د ده په وینا دغه پاکستانې وګړې او په چاودیدونکو توکو بار موټر د ملي امنیت له خوا مخکې له دې، چې خپل هدف ته ورسیږي، نیول شوي او چاودیدونکي مواد شنډ کړای شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzz0o.yt0ff6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته