د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د پښتو ژبې د ستر سیاستوال او شاعر اجمل خټک پر مزار باندې بریدونه په کلکه وغندل.
د انسانیت سترو دښمنانو د چهارشنبې په شپه د غویي په شلمه نېټه د پېښور د نوښار ولسوالۍ د اکوړه خټک په سیمه کې د ارواښاد اجمل خټک پر نوې جوړېدونکې مقبره باندې بمي بریدونه تر سره کړل چې له امله یې لس تنه ټپیان او د زیارت ودانۍ یې ونړېده.
د هېواد جمهور رئیس د ارواښاد خټک او دغه راز په تېرو کلونو کې د صوفي شاعر رحمن بابا او عارف شاعر حمزه بابا پر مزارونو باندې بریدونه په سیمه کې د پښتون قوم د اتحاد او اتفاق پر وړاندې دسیسه او د هغوی له فرهنګ سره دښمني وبلله.
حامد کرزي زیاته کړه چې دښمنان دې پوه شي چې په دارنګه کړنو به خپلې شومې موخې
ته ونه رسیږي او نه به د پښتنو د سترو شخصیتونو نومونو او اثارو ته کوم زیان ورسوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)