کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتقال د دریمې مرحلې د تطبیق لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس پرېکړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 24 ثور 1391 ساعت 15:20

د انتقال پروسه د ملي حاکمیت د ټینګښت عمده برخه ده، د انتقال د پروسې کمیسیون ته هدایت ورکول کېږي تر څو خپل پام څلورمې او پنځمې مرحلې ته
واړوي.


د ملي امنیت د شورا د ۱۳۹۱ کال د غویي د ۲۴مې نېټې په غونډه کې، د انتقال د
کمیسیون او ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت د لوی ریاست پر
وړاندیزونو له غور وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د انتقال
د دریمې مرحلې د ترسره کولو لپاره لاندې پرېکړې وکړې:

· د انتقال په دریمه مرحله کې، د افغانستان د ټولو ولایتونو مرکزونه د انتقال په پروسه کې شاملیږي؛· د انتقال د دریمې مرحلې په عملي کولو سره به په ټول افغانستان کې په
مجموعي ډول ۲۶۰ اداري واحدونه د انتقال تر پوښښ لاندې راشي چې د افغانستان د
نفوس (۷۵٪) جوړوي.

· په دې مرحله کې، د مرکزي واحدونو په ګډون، ۱۲۲ نوي اداري واحدونه شامل دي، چې د افغانستان د ټول نفوس د ۲۵٪ په شاوخوا کې نفوس تشکیلوي؛· د ارزګان، کاپیسا او پروان ولایتونو ټول اداري واحدونه به د انتقال ترپوښښ لاندې راشي؛

· د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ، د ملي امنیت او محلي ارګانونو
لویو ریاستونو ته هدایت ورکول کېږي چې د انتقال د پروسې د عملي کولو لپاره،
جدي اقدامات تر سره کړي؛

· دې اصل ته په کتو سره چې امنیت یو لازم شرط دی، خو د ثبات او سوکالۍ لپاره کافي نه دی، په افغانستان کې ټولو وزارتونو او ملکي ادارو ته هدایت ورکول کېږي تر څو د ښې حکومتدارۍ، مؤلد اقتصاد، د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخو کې هر اړخیز او جدي اقدامات تر سره کړي؛

· ددې اصل په اساس چې د ځواک مشروع کارونه، د خلکو د حقونو او وجایبو
تأمین او د ملي حاکمیت او ثبات لا زیات ټینګښت یو ضروري امر دی، هدایت ورکول
کېږي چې د وزیرانو محترمه شورا د ښې حکومتدارۍ لپاره د موضوع اړوند غونډې جوړې
او هر اړخیزې ارزونې تر سره کړي؛

· دا چې د انتقال پروسه د ملي حاکمیت د ټینګښت عمده برخه ده، د انتقال د
پروسې کمیسیون ته هدایت ورکول کېږي تر څو خپل پام څلورمې او پنځمې مرحلې ته
واړوي. په څلورمه او پنځمه مرحله کې به د دولت ډېر تمرکز پر سرحدي ولسوالیو او
د افغانستان په ټولو اداري واحدونو کې د انتقال د پروسې پر ټینګښت باندې وي.

دغه وړاندیزونه د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته د انتقال د کمیسیون د رئیس د
سفرونو او ارزونو او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت او
محلي ارګانونو د ریاستونو لخوا د هر اړخیزو ارزونو او د هغوی د ټولو منسوبینو
په همکارۍ او ګډون وړاندې شوي دي.

د انتقال د پروسې د کمیسیون رئیس د امنیتي نظام د لاښه والي او د مدیریت د
طریقو د لا اغېزمنتوب لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د چارواکو نظرونه
جمهور رئیس ته وړاندې کړل. ده همداراز وړاندیز وکړ چې د ملي ثبات یوه طرحه چې
د ښې حکومتدارۍ، مؤلد اقتصاد، د عدالت د تأمین او قانون د حاکمیت درلودونکې
وي، لازمه ده.


د مطلب کود: 41223

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41223/د-انتقال-دریمې-مرحلې-تطبیق-لپاره-افغانستان-اسلامي-جمهوریت-جمهور-رئیس-پرېکړه

آوا
  https://www.avapress.com