دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 41248
قزاقستان په شانګهای تړون کې د افغانستان ملاتړ کوي
هیواد یې باور لري چې د افغانستان حکومت باید د اصلاحاتو او د هغو مالي مرستو د ښه لګولو مسوولیت په غاړه واخلي چې د نورو هیوادونو له خوا ورکول کېږي خو نړیوال دې یې له نژدې څارنه وکړي.
تاند- د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په شانګهای تړون کې د څارونکي په توګه د افغانستان د منلو پرېکړه مرسته کوي چې له دغه هیواد سره سوداګري او بشري همکارۍ زیاتې شي.

د انټرفکس روسي خبري اژانس د راپور له مخې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرژان قاضي خانوف پرون وویل:« زموږ هیواد د سیمې په چارو او بهیرونو کې د افغانستان د فعالې جذبېدا ملاتړ کوي. زموږ په نظر د څارونکي په توګه په شانګهای تړون کې د ګډون لپاره د افغانستان د غوښتنې په تایید کې پرېکړه به له افغانستان سره د تجارتي او بشردوستانه همکاریو په پراختیا کې مرسته وکړي.»

شانګهای تړون په ۱۹۹۶ میلادي کال د قزاقستان، روسیې، قرغیزستان، چین، او تاجکستان له لوري تاسیس شو، وروسته ازبکستان هم ورسره یوځای شو.

هند، ایران، منګولیا او پاکستان د دې تړون په غونډو کې د څارونکو په توګه ګډون کوي.

ایتارتاس د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له قوله وویل چې نوموړي دا څرګندونې د چین په مرکز پېکېنګ کې د شانګهای تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړې.

ده دغه راز وویل:« قزاقستان لېواله دی چې افغانستان پر له پسې او نه راګرځېدونکی پرمختګ وکړي.موږ فکر کوو چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د افغانستان په سیاسي حل او د دغه هیواد له حکومت سره د نژدې همکارۍ له لارې د اقتصاد په احیا کولو کې لا فعاله ونډه واخلي.»

ده دغه راز وویل چې هیواد یې باور لري چې د افغانستان حکومت باید د اصلاحاتو او د هغو مالي مرستو د ښه لګولو مسوولیت په غاړه واخلي چې د نورو هیوادونو له خوا ورکول کېږي خو نړیوال دې یې له نژدې څارنه وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7x9t.ak9qt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته