کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان، پاکستان او امریکا د پوځي چارواکو لومړنۍ غونډه

افغان غږ آژانس(آوا) , 25 ثور 1391 ساعت 11:10

په دې غونډه کې د افغانستان له لوري لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي، د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو (ایساف) عمومي قومندان جنرال جان الن او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني برخه لرله.


تاند- د افغانستان، پاکستان او ایساف د جګپوړو پوځي چارواکو ترمنځ د راولپنډۍ په پرونۍ غونډه کې د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې پر امنیتي مسایلو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د افغانستان له لوري لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي، د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړیوالو ځواکونو (ایساف) عمومي قومندان جنرال جان الن او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني برخه لرله.

که څه هم د تېر میلادي کال په نومبر کې د پاکستان پر دوو سرحدي پوستو د ناټو د هیلي کوپترو له بمبارۍ وروسته تېره میاشت د درو خواوو پوځي چارواکو یو ځل خبرې کړي خو دا لومړی ځل دی چې د درو خواوو جګپوړي چارواکي په دې کچه سره غونډه کوي.

د افغانستان، پاکستان او ناټو د چارواکو له دې غونډې سره په یووخت د امریکا د کانګریس جګپوړي غړي جان کیري پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د سخت دریځو پر ځالو برید نه کوي امریکا به په خپله دا کار وکړي.

امریکا وايي چې د طالبانو او حقاني شبکې مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي او هغوی د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې حملې تنظیموي.

د افغانستان، امریکا او پاکستان پوځي چارواکو په خپلو خبرو کې موافقه وکړه چې د خوشاله او امن افغانستان لپاره ضروري ده چې افغانستان په راتلونکي وخت کې د سخت دریځو لپاره په ځالې بدل نه شي.


د مطلب کود: 41275

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41275/د-افغانستان-پاکستان-او-امریکا-پوځي-چارواکو-لومړنۍ-غونډه

آوا
  https://www.avapress.com