افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د کانګریس د اقلیتونو له مشرې نانسې پلوسي سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې.
حامد کرزي وویل، چې د افغان میرمنو وضیعت د پخوا په پرتله ښه شوی او په خبره یې د لا ښه والي لپاره یې باید میرمنو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د جمهوري ریاست له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې ولسمشر کرزي له میرمن پلوسي سره تیر مازدیګر د هېواد او سیمې په حالاتو او همداشان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم خبرې وشوې او ولسمشر کرزي ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه باید له کلیو او بانډو څخه راووځي.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)