دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۱۳
د مطلب کود : 41335
پاکستان د ناټو د ترانزیتي لارې پرانستلو ته تیاري وښووله
دا مهمه وه چې یوې نتیجې ته په رسېدو غور شوی وای، پاکستان نتیجې ته ورسېد او اوس پکار ده چې مخ په وړاندې ګام واخیستل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لار پرانیزو.

مېرمن کهر، چې د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو له وزیر سره په یوه خبري غونډه کې ږغېده، وویل: دا مهمه وه چې یوې نتیجې ته په رسېدو غور شوی وای، پاکستان نتیجې ته ورسېد او اوس پکار ده چې مخ په وړاندې ګام واخیستل شي.

دې ونه ویل چې کله به د ناټو ځواکونو د وسایلو د کاروانونو پر مخ ترانزیتي لار پرانیزي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیرقمرزمان کایرو وویل چې په راتلونکو ورځو کې به پرېکړه وشي.

ده خبریالانو ته وویل ډېر حساسیتونه شته او څرنګه دا مسله له دوی سره شریکه کړي چې پر هغې خبرې روانې دي خو په راتلونکو درو یا څلورو ورځو کې به دا مسله روښانه کړي.

د پاکستان نېشن ورځپاڼې د دغه هیواد د بهرنیو چارو او اطلاعاتو د وزیرانو څرګندونې د دې ښکارندويې بللي چې پاکستان د خپلې ترانزیتي لارې پرانستلو ته له دې سره سره تیار دی چې امریکا د تېر کال په هوايي حمله کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو د وژلو په خاطر له پاکستانه رسماً بخښنه نه غواړي او د بې پېلوټو الوتکو حملې هم نه دروي.

د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویندویې ویکتوریا نولنډ پرون وویل چې د ترانزیتي لارې په اړه د امریکا او پاکستان خبرې رواني دي. دې په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د څرګندونو هرکلی وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر څرګندونې مثبتې دي. د پاکستان لپاره او له افغانستان سره د پاکستان د اړیکو او له موږ سره د دوی د اړیکو لپاره مهمې دي خو لکه څرنګه چې مې وویل، موږ تراوسه پوري خبرې بشپړې کړي نه دي.



د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د امریکا له متحدو ایالتونو او ناټو سره د پاکستان خبرې پر هغو شرطونو روانې دي چې د پاکستان پارلمان د ترانزیتي لار د بیا پرانستلو لپاره ټاکلي وو.

کهر وویل، پاکستان غواړي چې د نړیوالې ټولنې مرستندوی وي، مسله یوازې د امریکا له اړیکو سره اړه نه لري، بلکې دلته مسله د ۴۲ هیوادونو ده چې په افغانستان کې ځواکونه لري.

دې دا هم وویل چې د پاکستان حکومت ښايي ناټو ته د ترانزیتي لارې د پرانستلو په خاطر له کورنیو عکس العملونو سره مخامخ شي.

خو دا اقدام پاکستان ته د امریکا د ملیاردونو ډالرو مرستو لار هم پرانستلی شي چې له تېر کال راهیسي درول شوي دي.

د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن ویلي، که پاکستان د ناټو ترازیتي لار خلاصه نه کړه دا هیواد به د مې په شلمه او یوویشتمه د شیکاګو له سرمشریزې محروم شي.

پاکستان ډېر لېوال دی چې په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي. ناټو ښايي پر ترانزیتي لارې له موافقې وروسته پاکستان ته بلنه ورکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdks0o.yt0fs6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته