دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 41364
په کندهار کې دوه تنه ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي
دغه پیښه د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سیمه کې شوی او ټپیان د افغان ځواکونو له خوا میرویس روغتون ته استول شوي دي.
له کندهار څخه راغلي رپوټه وایي، چې دوه تنه ماین خښوونکې چې غوښتل یي په جومات کې ماین خښ کړي د خپل ماین چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د کندهار له ولایت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه پیښه د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سیمه کې شوی او ټپیان د افغان ځواکونو له خوا میرویس روغتون ته استول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د وسله والو مخالفینو یو بل غړې هغه مهال ووژل شو، چې په ارغستان ولسوالۍ کې د افغان نړېوالو ځواکونو په ګډه ګزمه برید وکړ.

همدا راز په دې پیښه کې یو بل وسله وال له وسلې او یوې مخابرې سره نیول شوي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjmdj.w6dyvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته