دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 41365
ایساف د لوګر په مرکز کې د طالبانو د یو مشر په ګډون دوه تنه نیولي
د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې که څه هم د نیول شوي مشر هویت نه دې څرګند شوې، خو ویل شوي، چې ده د سړک د غاړی په بمي حملو او ځانمرګو برید کوونکو په لیږد کې مرسته کوله .
ایساف وایي، چې له افغان ځواکونو سره یي په ګډو عملیاتو کې نن د لوګر په مرکز پل عالم کې د طالبانو د یو مشر په ګډون دوه کسان نیولې دي.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې که څه هم د نیول شوي مشر هویت نه دې څرګند شوې، خو ویل شوي، چې ده د سړک د غاړی په بمي حملو او ځانمرګو برید کوونکو په لیږد کې مرسته کوله .

همدا راز ویل شوي، چې دغه کس هوډ درلود راتلونکی حملې په دې ولایت کې د سرې میاشتې پر ضد پلان کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnw9t.ak9q34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته