دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 41399
پینتاګون د افغان سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) دفاع وکړه
په افغانستان کې د ناټو د پخواني عمومي قومندان جنرال پیتراییس او یو شمېر نورو امریکايي پوځي قومندانانو په نوښت د سیمه ییزو پولیسو پروژه طرحه شوه او اوس د افغانستان په یوشمېر ناامنو سیمو کې دا ځواک مهم رول لوبوي.
تاند - د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت(پینتاګون) پرون د هغه پروګرام دفاع وکړه چې پر اساس یې افغان کلیوال د خپلې سیمې د دفاع لپاره ګوکارل کېږي.

پینتاګون وروسته له دې د سیمه ییزو پولیسو، چې افغانان یې اربکیان بولي، دفاع وکړه چې د امریکا په مالي مرسته په یوه تحقیقاتي راپور کې د سیمه ییزو پولیسو پر اقداماتو سختې نیوکې وشوې او دا ځواک د خلکو پر ځورولو او د بشري حقونو پر سرغړونې تورن شو.

په افغانستان کې د ناټو د پخواني عمومي قومندان جنرال پیتراییس او یو شمېر نورو امریکايي پوځي قومندانانو په نوښت د سیمه ییزو پولیسو پروژه طرحه شوه او اوس د افغانستان په یوشمېر ناامنو سیمو کې دا ځواک مهم رول لوبوي.

خو د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، چې تاند ویبپاڼې کتلی، د راند تحقیقاتي انستیتیوت له لوري په یوه څېړنه کې د سیمه ییزو پولیسو په اړه منفي تصویر وړاندې شوی دی.

په دې څېړنیز راپور کې د افغان سیمه ییزو پولیسو په اړه ویل شوي چې د امریکا په هرو پنځو خاصو عملیاتي ډلو کې یوې ویلي چې افغان سیمه ییز پولیس تشدد او د بشري حقونو سرغړونې کوي او په وروستیو کې خو د دغو ځواکونو له لوري د رشوت خورۍ، جنسي تېریو او د مخدرو موادو د قاچاق راپورونه هم ترلاسه شوي دي.

د افغان سیمه ییزو پولیسو شمېر اوس دیارلس زرو ته رسېږي او امریکايي قومندانان یې د طالبانو په وړاندې د خپلو سیمو د دفاع لپاره حیاتي بولي.

خو یوه ناخپره شوې څېړنه، چې لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ترلاسه کړې، د امریکايي قومندانانو له نظر سره ټکر ښيي او دا خبره ردوي چې سیمه ییز پولیس سبب شوي چې د طالبانو حملې کمې شي.

امریکايي قومندانان په پام کې لري چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو ترڅنګ د سیمه ییزو پولیسو شمېر زیات کاندي او تر دېرش زرو پوري یې ورسوي.

په څېړنه کې د امریکايي قومندانانو د نظر خلاف د سیمه ییزو پولیسو په اړه بالکل منفي تصور وړاندې شوی دی.

په څېړنه کې ویل شوي په ۷۸ سیمو کې، چې سیمه ییز پولیس پکې موجود دي، امنیتي وضعیت له هغو سیمو سره، چې دا پولیس پکې نشته، خاص توپیر نه لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdns0o.yt0fn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته