دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۷
د مطلب کود : 41527
استرالیا: سوله هغه وخت راتلای شي چې طالبان په حکومت کې شامل شي
د استرالیا د وسله والو ځواکونو په شمول په افغانستان کې مېشت بهرني پوځیان په دې موافق دي چې په ايتلافي حکومت کې به د طالبانو ګډون ښه وي.
تاند - د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر باب کر(Bob Carr) وايي، په افغانستان کې د سولې او ثبات هیله هغه وخت زیاتېدای شي چې طالبان په حکومت کې شامل شي.

د استرالیايي رسنیو د راپور له مخې باب کر وویل، د استرالیا د وسله والو ځواکونو په شمول په افغانستان کې مېشت بهرني پوځیان په دې موافق دي چې په ايتلافي حکومت کې به د طالبانو ګډون ښه وي.

ښاغلي کر، چې د استرالیا د مشرانو جرګې غړی هم دی، نن سکای نیوز ته په مرکه کې د افغانستان په دولت کې د وسله والو طالبانو د ګډون په اړه وویل:«له دې سره په افغانستان کې ښايي له قومي او سمتي نظره انډول رامنځته شي او له ۲۰۱۴ وروسته به د دې هیواد له ثبات سره کومک وکړي.»

د استرالیا په شمول د ناټو غړي هیوادونه غواړي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه خپل ټول حربي ځواکونه وباسي او د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري.

د امنیتي چارو د تدریجي انتقال لړۍ له تېر کاله پیل شوې او اوس د څه باندې نیمايي افغانانو امنیت افغان ملي پولیس او ملي اردو ساتي.

د استرالیا صدراعظمه جولیا ګیلارد به د شنبې په ورځ شیکاګو ته لاړه شي چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

مېرمن ګیلارد به له ولسمشر اوباما، د ایساف له قومندانانو او د ناټو له نورو مشرانو سره هم د دې دوه ورځني کنفرانس تر څنګ وګوري.
په دې غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل، د امنیتي چارو د انتقال او له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستان سره د امنیتي او اقتصادي مرستو په باب خبرې کېږي.

استرالیا مخکې تر مخکې اعلان کړی چې د پنځو کلونو په مخه به د کال درې سوه ملیون ډالره مرسته وکړي.

دا هیواد په افغانستان کې ۱۵۵۰ سرتېري لري چې اکثره په اروزګان ولایت کې ځای پرځای دي.

ولسمشر کرزي تېره اوونۍ د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د درېم پړاو د اعلانولو په مهال وویل چې په دې مرحله کې به د اروزګان ولایت ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونه په لاس کې واخلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgun9t.ak9qx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته