په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د لسو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د فاریاب ، کندهار ، هلمند ، ارزګان ، غزنی او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، دري تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، یوتن ټپی او اته تنه یی ژوندي نیول شوي دي.
په یادو عملیاتو کې یو اندازه زیاد د سپکو وسلو مرمې ، ۱۱۰ کړي ماینونه ، یو قبضه راکټ اچونکې ، ۵ میله پیکا ، نهه میله بیلا بیل ډوله وسلۍ ، ۶ پایی مخابرې ، ۷ قبضی لاسی بمونه ، ۶۶ کیلوګرامه مخدره توکې ، ۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې ، ۱۲ عدده د ماین بطری ، یوعراده موټر سایکل او یوعراده موټر دهیواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.
همدارنګه دهېواد ملی پولیسو تېره ورځ ۱۲ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه چې تازه د طالب ترهګرو لخوا د غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو دترسره کولو لپاره د زابل او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او په دی وسیله د څو غمجنو پیښو نه مخنوي وشو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)