دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 41837
پنجشیر: د بازارک په تلخه سیمه کې په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې
دغه چاودنه د بازارک ولسوالۍ په تلخه سیمه کې په یوه ښوونځی کې شوې چې تلفات نه لري خو د ښوونځي ودانۍ ته یې زیان رسولی.
د پنجشیر ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه د دې ولایت په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې.

د پنجشیر د امنیې قومندان قسیم پیمان ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه د بازارک ولسوالۍ په تلخه سیمه کې په یوه ښوونځی کې شوې چې تلفات نه لري خو د ښوونځي ودانۍ ته یې زیان رسولی.

بل خوا د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې مسئولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې دغه ودانۍ د یوې داسې موسسې وه چې ماشومانو ته یې په کې د عیسویت تبلیغ کاوه.

چارواکو د دوي ادعا بې اساسه بللې.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0any.49n6e1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته