کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې دوه نیم زره کیلوګرامه تاریاک نیول شوي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 3 جوزا 1391 ساعت 17:19

دغه مواد نن په یوه موټر کې د تالاشۍ په وخت کې پولیسو نیولي دي.


د کندهار چارواکي وايي، چې د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې څه باندې دوه نیم زره کیلوګرامه تاریاک او څه باندې سل کیلوګرامه کرسټال مواد نیول شوي دي.

د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه مواد نن په یوه موټر کې د تالاشۍ په وخت کې پولیسو نیولي دي.

خو نوموړي وویل، چې د دې موادو لیږدونکي په تیښته بریالي شوي دي.


د مطلب کود: 41862

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41862/د-کندهار-په-میوند-ولسوالۍ-کې-دوه-نیم-زره-کیلوګرامه-تاریاک-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com