نیول شوېو کسانو غوښتل د شيکاګو د نړېوالې غونډې پرمهال په کندهار ښار کې پر دولتي اهدافو ځان وژونکي او وسلوالې حملې وکړي.
په کندهار کې د درېیو پاکستانیانو په ګډون ۲۱تنه وسلوال نیول شوي
افغان غږ آژانس(آوا) , 4 جوزا 1391 ساعت 15:39
نیول شوېو کسانو غوښتل د شيکاګو د نړېوالې غونډې پرمهال په کندهار ښار کې پر دولتي اهدافو ځان وژونکي او وسلوالې حملې وکړي.
په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي، چې د دریو پاکستاني وګړو په ګډون، چې د ځان وژونکو حملو هڅه یي کوله ۲۱ تنه وسلوال یي نیولې دي.
چارواکي وایي، چې نیول شوېو کسانو غوښتل د شيکاګو د نړېوالې غونډې پرمهال په کندهار ښار کې پر دولتي اهدافو ځان وژونکي او وسلوالې حملې وکړي.
په ورته وخت کې د ارزګان چارواکي وایي، چې تیره ورځ د دغه ولایت د شهیداحساس ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول د دوو نور وسلوالو سره وژل شوی.
وسلوالو طالبانو تر اوسه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 41913